محب امنیتي ادارو ته: سرحدي موضوعاتو کې نرمښت ونه کړئ

محب امنیتي ادارو ته: سرحدي موضوعاتو کې نرمښت ونه کړئ

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې ۳۱ مه:

د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له ټولو امنیتي او نورو اړونده ادارو غوښتي چې په سرحدي موضوعاتو کې په هېڅ ډول نرمښت ونکړي او هره کوچنۍ او لویه موضوع دې جدي ونیسي.

د امنیتي سکتور د رهبرۍ ناسته کې د خبرو پر مهال ښاغلي محب زیاته کړې چې افغان وسله وال پوځ د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا او حریم د ساتنې مکلفیت لري او باید په دې اړه رامنځته کېدونکو هر ډول موضوعاتو کې جدي واوسي.

نوموړي په دې اړه له افغان ولسه مننه وکړه، چې وخت نا وخت یو شمېر موضوعاتو ته متوجه کېږي او ډېر کله په تش لاس د خپلو سیمو دفاع کوي.

ملي امنیت سلاکار په دې اړه لارښوونه کړې، چې ټولې سرحدي تخطۍ په تېره بیا د ډیورنډ له فرضي کرښې سره تړلي موضوعات دې مستند شي او بلې ناستې ته دې وړاندې شي، چې په رڼا کې یې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شي.

هغه له ګاونډیو هیوادونوغوښتي چې په دې اړه لانجو ته لار اواره نکړي او د هغو اصولو له مخې چلند وکړي، چې په واضح ډول په دې اړه موجود دي.

په ناسته کې حاضرو د امنیتي ارګانونو ګډونوالو ډاډ ورکړی، چې د ټولو امکاناتو په کارولو سره به د هر ډول سرغړونو مخه نیسي او په دې اړه د شویو تخطیانو او انکشافاتو رپوټ به بلې ناستې ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستانیو ځواکونو له تېرو څوو ورځو راهيسې د کونړ ولایت پر یو شمېر سیمو راکیټونه توغولي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.