محب امنیتي ځواکونو ته: د سېلاب له خطر سره مخ کورنۍ ژر وژغورئ

محب امنیتي ځواکونو ته: د سېلاب له خطر سره مخ کورنۍ ژر وژغورئ

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب افغان ځواکونو ته امر کړی چې ټول هېواد کې له طبیعي پېښو سره د مخامخ کورنیو جدي لاس نیوی وکړي.

 

له امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سختو ورښتونو له کبله په ټول افغانستان په تېره بیا جنوب لوېدیځ او شمال شرق ولایتونو کې لارې بندې شوي او یا سیلابونه راوتلي دي، چې د ګرانو هېوادوالو ورځنی ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی، سفرونه ستونزمن شوي یا یې استوګن ځايونو ته تهدید جوړوي.

 

حمدالله محب په ټولو امنیتي ځواکونو غږ کړی، چې د خلکو ژغورنې بیړنۍ او سرتاسري هڅې پیل کړي.

 

هغه ویلي: که چېرته مسافر په وارو کې بند وي، که چېرته کلیوال د سیلابونو له ګواښ سره مخ وي، که چيرته د سختو واورو له کبله خلک خواړه او سون توکي نه لري، یا کورونو کې بند پاتې وي، که ناروغان د لارو د بندښت له کبله تر روغتونونو نه شي رسېدای، د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت کېږي، چې د نجات او همکارۍ له ټولو امکاناتو او توان کار واخلي او ګرانو هېواد والو ته په عاجل ډول لاس ورکړي.

 

نوموړي له خلکوغوښتي، چې د خطر پر وخت له نږدې امنیتي مرکز سره په تماس کې شي او امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کېږي، چې د تماس ټول ذرایع او چینلونه په کار واچوي، یوازې د خلکو د مرستې غوښتنې غږ ته منتظر ونه اوسېږي، بلکې کلي په کلي تماسونه ونیسي، د خلکو د وضعیت مالومات دې ټول کړي او که د بېړنیو مرستو اړتیا وه، په چټکۍ سره دې ځانونه ور ورسوي.

 

ښاغلي محب  له طبیعي پېښو سره د مبارزې په اداره، مرستندویه غیردولتي ټولنو، سوداګرو، او شتمنو هېوادوالو هم غږ کوي، چې په بېړنیو حالاتو کې خپلې بشري مرستې ونه سپموي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.