محب: امنیتي ګواښونو او ستونزو ته دې جدي پاملرنه وشي

محب: امنیتي ګواښونو او ستونزو ته دې جدي پاملرنه وشي

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې ۱۷ مه:

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، چې امنیت د نظام لپاره تر هرڅه لومړی دی او په دې اړه موجودو ګواښونو او ستونزو ته دې جدي پاملرنه وشي.

 د امنیتي سکتور په مشرتابه ناسته کې د خبرو پر مهال نوموړي ویلي، دښمن په خپلو اهدافو کې، چې د ولایتونو او لویو سیمو نیول و پاتې راغلی او اوس په له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې په برید کولو او د ملکي خلکو په تر هدف لاندې راوستلو سره وېره او ترهه خپروي.

نوموړي اړوندو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې په دې اړه ټول ګواښونه، حل لارې او امکانات معلوم کړي او لکه تر اوسه یې، چې هڅې کړي او قربانۍ ورکړي، په جدیت سره یې پر وړاندې ودرېږي او مخه یې ونیسي.

په ناسته کې د امنیتي ادارو مشرانو د ټاکنو او کاندیدانو د امنیت په اړه هم مالومات ورکړي او ویلي دي چې دې برخې ته جدي پاملرنه موجوده ده او د اړتیا وړ ګامونه پورته شوي دي. دوی همدارنګه په دې برخه کې د کاندیدانو د همکارۍ او همغږۍ غوښتونکي شول، چې پر بنسټ یې د کمپاینونو او ټاکنو پروسه ښه او له لانجو پرته پر مخ ولاړه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.