محب او خالد پر اوربند خبرې کړې دي

محب او خالد پر اوربند خبرې کړې دي

د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌حمدالله محب تېر مازیګر د ملي دفاع له سرپرست وزیر اسدالله خالد سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.
لیدنه کې پر بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیت لوړوالي، د هوايي او ځمکنیو قواوو غوره تجهیز او تمویل او د احتمالي اوربند سربېره مختلفو نورو سناریو ته پر چمتووالي بحث شوی دی.
همدا شان لیدنه کې ټینګار شوی چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دې په بشپړې همغږۍ او انسجام، د دښمن ځپلو ته دوام ورکړي تر څو د افغانستان د خلکو بر حقو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي.
‌‌ډاکټر حمدالله محب د هېواد له مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو د ملاتړ قدر داني کړې ده

Leave a Reply

Your email address will not be published.