محب: ترهګر او قاچاق وړونکي د یوې سیکې دوه مخه دي

محب: ترهګر او قاچاق وړونکي د یوې سیکې دوه مخه دي

 

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې د اوفا امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی ویلي چې افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه پنځوس تنه له ترهګرۍ سره مبارزه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او په دې توګه افغانستان له ټرورېزم ضد مبارزې سره د لومړي سنګر حیثیت خپلوي چې له دغې پدیدې سره مبارزه باید زمونږ د کارونو په لومړیتوب کې وي.

 

محب زیاته کړې چې ترهګر او د نشه یي توکو قاچاقبران د یوې سیکې دوه مخه دي. تاریاک د ترهګرو د عوایدو اصلي سرچینه ده، چې هر کال ورته میلیارډونه ډالر پیدا کوي او له دې پدېدې سره د مبارزې لپاره عمل، همغږۍ او یووالي ته اړتیا ده.

 

هغه ویلي، له مالي جرایمو سره مبارزه زمونږ د هېوادونو د ملي امنیت لپاره خورا کلیدي ارزښت لري. د تورو پیسو د سپینولو، د حوالو له غیر راجسټر شويو سیسټمونو څخه د پیسو تر لاسه کېدو او له نظارت پرته د خیرات په نوم سیمه کې د ترهګرو لپاره د مالي سپما ټولولو پر ضد کلکه مبارزه حتمي ده.

 

ملي امنیت سلاکار څرګنده کړې زمونږ په سیمه کې هره ورځ زرګونه کسان په غیر قانوني توګه له پولو اوړي څو له ټرورېسټانو سره یو ځای، روزنه تر لاسه او زمونږ خلک هدف وګرځوي. له دې ترکیبي ګواښونو سره د مقابلې لپاره په همزمانه توګه د مالوماتو شریکول، سرحدي ځواکونه په لازمه ټکنالوژۍ باندې سمبالول او زمونږ د سیمې د سرحدونو د نظم لپاره ګډې همکارۍ حیاتي دي.

 

محب زیاته کړې چې سایبري جرمونه ددې جګړې بل مهم عنصر دی چې زمونږ هېوادونو ته خطر پېښوي. افغانستان چمتو دی، چې په دې برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ او سیمه ییز شراکتونه ولري څو د هغو مخربو کړیو مخنیوی وکړي، چې له انټرنټ څخه په ناسالمې ګټنې، زمونږ په ټولنو کې وېره خپروي‌ او زمونږ د پرمختګ مخه نیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.