محب: حکومت د جومات او ارګ ترمنځ واټن نه پرېږدي

محب: حکومت د جومات او ارګ ترمنځ واټن نه پرېږدي

 د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، چې دیني علماوو د افغانستان په تاریخ او اوسنیو شرایطو کې مهم او ستر رول ادا کړی او دا رول باید ژوندی وساتل شي.

 د ختیځ زون د عالمانو له استازو سره په کتنه کې نوموړي ویلي؛ له همدې امله دا د حکومت یوه اساسي تګلاره ده، چې د مسجد او ارګ ترمنځ هېڅ کوم واټن پرېنږدي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دیني عالمان دې په هیواد کې د جګړې، بې ګناه وینې توئېدنې، فساد، نا امنۍ او بې اتفاقیو د مخنیوي په برخه کې مرسته او کار وکړي.

د ختیځ زون عالمانو په خپلو خبرو کې په دې اړه د حکومت لخوا شوي کارونه ستایلي، د سولې، پرمختګ، د ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ او له جګړې د خلکو د بېزارۍ په برخه کې یې پر خپلو فعالیتونو او هڅو ټینګار کړی دی.

 هغوی ژمنه کړې چې ولس او نوي نسل ته د وطندوستۍ پیغام ورسوي او هغه شان کار وکړي، چې د نورو هیوادونو دیني علما یې د نظام او هیواد د ثبات لپاره کوي.

دوی د شرعي دارالافتا د جوړېدو په برخه کې د حکومت د اقدام ستاینه وکړه او وړاندیز یې وکړ، چې د دیني مدرسو د چارو دتنظیم لپاره هم یو بورډ په کار پیل وکړي. همدارنګه یې یادونه وکړه، چې د ټول هیواد په کچه به دیني علما د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۰ مې کلیزې جشنونو کې فعاله ونډه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.