محب: حکومت د کندهار د اوسېدونکو ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړی محور؛ یوه نۍ، د اسد میاشتې شپږمه: د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د لوی کندهار له یو شمېر سپین ږیرو او مشرانو سره کتلي دي. د ملي امنیت سلاکار د لوی کندهار له خلکو مننه کړې چې د هیواد په مختلفو تاریخي پړاوونو کې یې د ملي وحدت، ملي ویاړونو او ملي مسئولیتونو په برخه کې مهمه ونډه اخیستې او دا کار لاهم دوام لري. ده په اوسنیو شرایطو کې هم د جګړې او هم د سولې په اړه د لوی کندهار د ولس او مشرانو د اغېز او اهمیت یادونه هم وکړه. د لوی کندهار مشرانو ددې ترڅنګ، چې د سولې په برخه کې د نظام د پالیسیو او کړنلارې ملاتړ وکړ، ژمنه کړژ چې سولې ته د رسېدو په لاره کې به هر ډول مرسته وکړي. دوی همدارنګه وویل، چې په سترو ملي پروسو کې د برخې اخیستو لپاره به هم خلک وهڅوي او حمایه به یې وکړي. د ملي امنیت سلاکار او دفاع وزارت سرپرست راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې مرکزي حکومت یې ستونزو ته متوجه دی او د حل لپاره یې اساسي پلانونه لري.
Leave a Reply