محب: دښمن غواړي د سوداګرۍ ننګولو لپاره لویې لارې ناامنه کړي

محب: دښمن غواړي د سوداګرۍ ننګولو لپاره لویې لارې ناامنه کړي

محور؛ دوه نۍ، د زمري میاشتې اوومه: د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې بغلان ته  تللی دی، هلته یې د هغه ولایت له سیمه ییزو امنیتي مسوولینو او د ولسوالیو له ولسوالانو او قومي مشرانو سره کتلي دي.

محب د بغلان له والي سره د ګډ  خبري کنفرانس پر مهال ټینګار کړی چې د افغانستان دښمنان غواړي د سوداګرۍ ننګولو په خاطر لویې لارې ناامنه کړي.

محب ویلي، مخالفین د افغان حکومت د سوداګرۍ په نوې ستراتیژۍ پوه شوي دي نو ځکه يې لویې لارې تر فشار لاندې راوستې دي.

هغه زیاته کړې چې د بغلان د امنیتي وضعیت ښه کېدو لپاره به جدي اقدام کېږي.

نوموړي څرګنده کړ چې بغلان ولایت منځنۍ آسیا ته د تللې لارې پر لور پروت مهم ولایت دی.

ملي امنیت سلاکار د بغلان امنیتي مسوولینو ته امر کړی چې په عاجله توګه ددې ولایت وضعیت کېدو لپاره لاس په کار شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.