محب: د افغانستان له ملي ګټو پرته هېڅ لوړه ګټه راته ارزښت نه لري

محب: د افغانستان له ملي ګټو پرته هېڅ لوړه ګټه راته ارزښت نه لري

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، د افغانستان ملي ګټې ورته لومړیتوب لري او هېڅ بلې لوړې ګټې ته لومړیتوب نه ورکوي.
محب چې تېره ورځ یې پروان کې یوې غونډې ته وینا کوله ویلي، که سوله د نظام ړنګولو پروژه وي، دوی به یې پر وړاندې مبارزه وکړي.
هغه ویلي: هېچاته اجازه نه ورکوو چې د سولې بهیر د شخصي ګټو لپاره وکاروي.
نوموړي څرګنده کړې، یوشمېر کسان غواړي چې داسې نظام دلته موجود وي چې مشروعیت یې همدوی ورکړي.
هغه همدا شان پر خپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار کړی دی.
محب زیاته کړې: افغان حکومت به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې افغانان د یوې معاملې قرباني شي.
هغه له افغانستان سره د بهرنیو مرستې ستایلې دي، خو ټینګار یې کړی، که اړتیا شوه د ملي ګټو لپاره به له هر چا ځان جلا کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.