محب: د سولې بهیر کې به تېرې لاسته راوړنې خوندي وي

محب: د سولې بهیر کې به تېرې لاسته راوړنې خوندي وي

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن غرمه د امریکا د دفاع وزارت له سرپرست پاټریک شاناهان سره کتلي دي.

 

امریکايي لوري د افغانستان د دفاع وزارت د ظرفیت او رهبرۍ له ښه کېدو خوشبیني څرګنده کړې او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تقویت لپاره يې د غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

 

حمدالله محب وايي، چې د افغانستان د خلکو ۱۸ کلنې لاسته راوړنې به د سولې بهیر په بري کې خوندي پاتې شي.

 

ډاکټر محب وویل، چې د افغانستان حکومت د سولې پروسې په پرمختګ کې ښه نوښتونه لرلي او هم مهاله زمونږ اتل سرتېري د افغانستان له خلکو او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي.

 

د ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه، چې په افغانستان کې به د تل پاتې سولې  او ثبات تامین په خاطر هڅې روانې وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.