محب: د سولې لار ستونزمنه ده خو موږ ورته ژمن یو

محب: د سولې لار ستونزمنه ده خو موږ ورته ژمن یو

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، چې له ټولو ستونزو سره سره، چې سولې ته د رسېدو په لار کې پرتې دي، حکومت ژمن دی، چې په دې اړه جدي کار وکړي او روانو لانجو ته سوله ییزه حل لاره ومومي.

په کابل کې د چک جمهوریت له سفیر پیټرسټېفنېک سره په کتنه کې ښاغلي محب زیاته کړې، چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ وروستۍ ناستې یو لړ ښه پیغامونه لرلي دي، چې پر بنسټ یې کېدلای شي د سولې لپاره د تفاهماتو پروسه پیل شي.

نوموړي په ورته وخت کې ټینګار کړی، چې د سولې بهیر باید محتاط، دقیق او حساب شوی وي، چې پایله یې افغان ولس ته د ثبات او ښه ژوند راتګ وي.

په کابل کې د چک سفیر ویلي، چې هیواد یې سولې ته د رسېدو په اړه د افغانانو ملاتړ کوي او په دې اړه د حکومت ترڅنګ ولاړ دی. نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د حمایې او روزنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

 

.

Leave a Reply

Your email address will not be published.