محب: د ملت استازیتوب یوازې نظام کوي، نه اشخاص

محب: د ملت استازیتوب یوازې نظام کوي، نه اشخاص

د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د کونړ ولایت له قومي مشرانو او ځوانانو سره کتلي دي.

 

د کونړ قومي مشرانو د یاد ولایت د امنیتي وضعیت ښه والي، ځوانانو ته په دولتي ادارو کې د کار کولو د زمینې مساعدېدو او د امنیتي ځواکونو د تقویه کولو اړوند يې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه ملي امنیت سلاکار سره شریکې کړې دي.

 

قومي مشرانو د ملي امنیت سلاکار له وروستیو دریځونو ملاتړ څرګند کړی ویلي دي، چې د کونړ اوسېدونکي به تل د نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ پاتې شي.

 

ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب قومي مشرانو او ځوانانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، د کونړ اوسېدونکو له نظام، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو د دفاع په خاطر قرباني ورکړې ده، چې هېڅکله به یې له پامه ونه غورځوي.

 

محب ویلي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به اجازه ورنه کړي تر څو ترهګریزې ډلې په ځانګړې توګه داعش یاد ولایت کې د خپل فعالیت لمن پراخه کړي.

 

د محب په وینا، له نظام پرته اشخاص هېڅکله د یو ستر ملت استازیتوب نه شي کولای، ځکه هغوی د مسوولیت احساس نه کوي او د ملي ګټو پر ځای خپلې شخصي ګټې پالي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.