محب د نړیوال بانک له مرستیال سره کتلي

محب د نړیوال بانک له مرستیال سره کتلي

د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، تېره ورځ د سویلي آسیا لپاره د نړیوال بانک له مرستیال هارتوګ شفر سره کتلي دي.

 

له ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو خواوو له 2020 کال وروسته د جمهور رییس غني د ځان بساینې په سټراتېژۍ، سولې بهیر، بیا ځلي ادغام او همداشان ځینو نورو پراختیايي پروژو بحث او نظریات تبادله کړل.

 

بلخوا حمدالله محب هم بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره د نړیوال بانک د مرستو قدر داني کړې  ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.