محب: د ټاکنو او نوماندانو امنیت د حکومت په لومړیتوب کې دی

محب: د ټاکنو او نوماندانو امنیت د حکومت په لومړیتوب کې دی

ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، افغان امنیتي ارګانونو له ټاکنو کمیسیون سره په نژدې همغږۍ د راتلونکو انتخاباتو او ولسمشریزو کاندیدانو د امنیت ټینګولو لپاره منظم پلانونه جوړ کړي او دا برخه د نظام په جدي لومړیتوبونو کې ده.

د امنیتي سکتور ناسته کې ټینګار شوی چې د امنیتي چارو په ښه سنبالښت سره به نه یوازې دا، چې په ټاکنو کې د ولس ونډه پراخه شي، د هغوی د رایو ساتنه هم کېږي.

د ملي امنیت سلاکار اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې په تېره بیا د ولسمشریزو کاندیدانو امنیت، د ټاکنیزو موادو لېږد رالېږد او د انتخاباتي دفترونو او حوزو خوندیتوب ته اساسي پاملرنه وکړي.

امنیتي ادارو او د ټاکنو کمیسیون استازي ډاډ ورکړی، چې په دې اړه هره اوونۍ د همغږۍ ناستې کېږي او ترڅنګ یې جوړ شوی مهالوېش هم په منظم ډول پلی کېږي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.