محب: سولې ته ژمن یو؛ خو ټاکنې هم ترسره کوو
د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې وینا وکړه.
حمدالله محب د خپلې وینا پر مهال وویل، افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو پر مخ وړلو تر څنګ، د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دی.
ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې د افغانستان ۷۵ سلنه نفوس په ولسواکۍ باور لري او د سولې بهیر کې به تېرې ۱۸ کلنې لاسته راوړنې خوندي شي.
د ښاغلي محب په خبره، د افغان حکومت په چوکاټ کې مېرمنې پراخ حضور لري.
حمدالله محب تېرو ۵ کلونو کې له فساد سره د افغان حکومت مبارزه وستایله او ټینګار یې وکړ چې د فساد ضد مبارزې دویم پړاوو اړوند به ژر اقدام وشي، ځکه فساد افغان حکومت ته د زغم وړ نه دی.
د ملي امنیت سلاکار د خپلې وینا په لړ کې وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع تر څنګ، له نړیوالې ترهګرۍ سره هم مبارزه کوي چې نړیواله ټولنه یې باید د تجهیز برخه کې لاس نیوی وکړي.
نوموړي څرګنده کړه، چې افغان ځواکونو افغانستان کې د داعش په شمول د ټولو ترهګریزو ډلو د بریدونو مخه نیولې ده.
حمدالله محب وویل: د سولې اړوند له طالبانو سره توافق له ترهګرۍ سره د مبارزې پای نه دی.
د ملي امنیت سلاکار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان حکومت له برنامو او پرمختګونو خپل ملاتړ زیات کړي.
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب همدا راز افغانستان کې د شته ستونزو په حل هم ټینګار وکړ.
ښاغلي محب وویل، د سولې برخه کې فرصتونه هم شته دي، خو د فرصتونو تر څنګ ددې بهیر پر وړاندې خنډونه هم پراته دي.
د ملي امنیت سلاکار ټینګار وکړ، که چېرې د سولې بهیر د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته ولاړ نه شي، کومې پایلې ته به ونه رسېږي.
هغه وویل، افغان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره مرکچي پلاوی جوړ کړی دی او په دې برخه کې يې د مشورو په هدف د لویې مشورتې جرګې رابللو پرېکړه کړې ده، چې له خلکو سره به مشورې کېږي.
ښاغلي محب زیاته کړه چې د سولې بهیر کې باید اساسي قانون ته درناوی وشي.
حمدالله محب وویل، افغانان سوله غواړي، خو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل، افغان حکومت افغانستان کې د ولسواکه پروسو تقویې ته ژمن دی او د ټاکنو رڼو ترسره کېدو لپاره به هلې ځلې وکړي.
حمدالله محب خوښي وښوده چې د هېواد په امنیتي سکټور کې پراخ تغییرات راغلي دي.
هغه په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې افغانستان د خپلې همکارۍ او دوستۍ په ډګر بدل کړي.
په همدې حال کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي وویل، افغانستان کې د ټاکنو له بهیر ملاتړ کوي او د ټاکنو کمېسیون نوي مسوولین دې په ټاکنو بهیر د خلکو تللی باور بېرته تر لاسه کړي.
هغه همدا شان افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له زیاتېدو اندېښنه وښوده.
نوموړي وویل، افغانستان کې د داعش ډلې بریونه څو چنده شوي دي.
Leave a Reply