محب ویلي چې حکومت د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو او غوښتنو پلی کېدو ته ژمن دی چې تازه يې زیات شمېر طالب بندیان هم خوشې کړې دي.
هغه روسیه کې شپږ اړخیزې غونډې ته د وینا پر مهال طالبان تورن کړي چې سولې ته ژمن نه دي او د افغان حکومت له ښه نیت سره سره، دوی تر اوسه د سولې پروسې د بري لپاره مثبت او عملي اقدام نه دی کړی.
ښاغلي محب د غونډې ګډونوالو ته خطاب کې ټینګار کړی چې د سولې برخه کې باید د افغان حکومت په رښتینولۍ او تعهد شک ونه شي.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار ویلي چې افغانان د افغانستان تر څنګ، سیمې او نړۍ هېوادونو د امنیت تامین په خاطر هم قرباني ورکوي چې باید له پامه و نه غورځول شي.
Leave a Reply