محب: د وزارت خونو امنیت ته دې پام وشي

محب: د وزارت خونو امنیت ته دې پام وشي

د امنیتي او دفاعي سکټور جلسه تېر ماښام د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌‌ حمدالله محب په مشرۍ  ملي امنیت شورا دفتر کې جوړه شوې ده

د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌ وروستیو څلورو کلونو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو  د خپلواکې دفاع قدر داني وکړه او همدا شان یې د امنیتي ځواکونو تجهیز، تقویت او د ظرفیت پر لوړ والي ټینګار وکړ

هغه د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې د مبارزې برخه کې د افغان سرتېرو هڅې او قربانۍ ستایلي او د وزارت خونو پر لا زیاتو امنیتي تدابیرو یې ټینګار کړی دی.

د امنیتي ارګانونو مشرانو ویلي، امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره همغږۍ او انسجام د دښمن ځپلو ته دوام ورکوي او د هغوی شومې دسیسې یې په هر ځای کې خنثی کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.