محب قریشي ته: افغانستان به هېڅکله شاتګ ونه کړي

محب قریشي ته: افغانستان به هېڅکله شاتګ ونه کړي

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان په روان وضعیت یو بحث کې ګډون کړی دی.

له محب سره په بحث کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي، د امریکا د بهرنیو چارو مخکېنی وزیر جان کېري او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر هم موجود و.

محب د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته په خطاب کې ویلي: افغانستان به هېڅکله هم شاتګ ونه کړي، ځکه د چا لخوا اختراع شوی نه دی، بلکې د افغانانو د قربانیو له امله جوړ شوی دی.

هغه ویلي چې د افغانستان جګړه یوازې د افغان حکومت نه ده، نوموړي بحث کې پر هندي پوځیانو وروستی برید هم غندلی دی، چې په وینا یې ترهګري ټوله سیمه ګواښي.

محب ټینګار کړی چې افغانستان اوس په ۲۰۰۲ کال کې نه دی، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره پرمختګ کوي او مونږ اوس یو متفاوت افغانستان لرو.

د ملي امنیت سلاکار ډاډ څرګند کړی چې افغان پوځیان د ۳۰۰ ډالرو لپاره نه، بلکې د یو هدف لباره جګړه کوي. د هغه په خبره، افغان سرتېري د میلیونونو افغانانو له ملاتړ برخمند دي. محب زیاته کړه چې له طالبانو د خپلې جګړې هدف تری تم شوی دی.

محب ویلي چې افغان سرتېري له خپل هېواد د دفاع لپاره قرباني ورکوي، خو نړیوالې رسنۍ او ورځپاڼې هغې ته د مرګ ژوبلې نوم ورکوي، دا مرګ ژوبله نه ده، بلکې هغه قرباني ده چې مونږ يې د خپل هېواد او ځمکنۍ بشپړتیا ساتلو په خاطر ورکوو، چې د یو افغان وجود کې تر ساه پاتې کېدو به دغه قرباني روانه وي.

محب له ترهګرۍ سره مبارزه کې د افغان سرتېرو هڅې او وړتیاوې ستایلې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.