محب له باجوه سره کتلي دي

محب له باجوه سره کتلي دي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ پاکستان ته تللی و؛ هلته یې د هغه هېواد د پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره کتلي دي.

 

د ملي امنیت شورا له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لیدنه کې دواړو خواوو د سولې پر بهیر، ترهګرۍ سره ګډې مبارزې او سیمه ییز اقتصادي اتصال خبرې کړې دي.

 

خبرپاڼه کې نه دي راغلي چې دواړو لوریو پر کومو نورو موضوعاتو بحث کړی دی؟

 

له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې ګواکې محب به له پاکستانیو چارواکو سره اسلام آباد ته د جمهور رییس غني د سفر په اړوند هم بحث وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.