محب: له جنایتکاره شبکو سره د دښمن په څېر چلند کوو

محب: له جنایتکاره شبکو سره د دښمن په څېر چلند کوو

د ملي امنیت سلاکار ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال له خپل ترکمن سیال سره کتنه کې پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

حمدالله محب ویلي، د جنایتکاره شبکو بې وسلې کولو او د هغوی د فعالیت مخنیوي لپاره د افغانستان حکومت هڅو خلکو ته امنیتي ډاډ ورکړی دی او هر څوک چې په هر نوم زمونږ خلک وګواښي دښمن دی او پر وړاندې به یې جدي چلند کېږي.

لیدنه کې دواړو خواوو همدا راز د اقتصادي او سیمه ییزو پروژو لپاره د مشترکې امنیتي ډلې پر جوړېدو او د سوداګریزو اړیکو په لا زیات تقویت ټینګار کړی دی.

محب ویلي چې افغانستان کې سوله د سیمې ثبات دی او د سولې لپاره افغان حکومت قوي ژمنتیا لري.

 نوموړي ټینګار کړی چې سولې ته د ژمنتیا په خاطر یې، زیات شمېر طالب بندیان له بنده خوشې کړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.