محب څرګنده کړې چې که د سولې هدف دا وي چې مونږ تسلیم شو، دا زمونږ قربانیو ته بې احترامي ده، که له سولې هدف د ثبات تامین وي او زمونږ لاسته راوړنې په کې خوندي وي، یوازې مونږ نه، بلکې ټول خلک د دغه کار ملاتړ کوي.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار ویلي، دا هېڅ امکان نه لري چې د اردو او پوځ په موجودیت کې دې مونږ چاته تسلیم شو؛ خو هېواد کې د ثبات د تامین غوښتونکي یو
ښاغلي محب ټینګار کړی، که سوله راځي، دا زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنه ده، ځکه همدې ځواکونو د جګړې مقابل لوری دې اړ کړی چې باید سوله وکړي.
محب ویلي څوک چې غواړي د زور له لارې ځان قدرت ته ورسوي، مونږ ورته وایو چې دا خوب او خیال مو له فکر او ذهن وباسئ. ځکه زمونږ هېواد په هېڅ صورت شاتګ نه کوي، بلکې پرمختګ به کوي.
ملي امنیت سلاکار ویلي، چې امنیتي ځواکونو د یو شخص د سیاسي فلسفې لپاره خپل ځان نه قربانوي، دوی له ورځینیو سیاسي موضوعاتو ور هاخوا یو سپېڅلی هدف لري چې هغه له هېواد او د هېواد له خلکو مشروع دفاع ده.
د محب په وینا، هر څوک چې ددې خاورې پر ضد وسله پورته کوي، د افغانستان د خلکو دښمن دی، هغه که طالب دی، داعش دی او یا هم مافیايي بانډ.
Leave a Reply