محب: هند افغان هوايي ځواک ته ۴ جګړه ییزې الوتکې ورکوي

محب: هند افغان هوايي ځواک ته ۴ جګړه ییزې الوتکې ورکوي

 

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هند ته د خپل سفر پر مهال ویلي، هند به افغان هوايي ځواکونو ته تر راتلونکو ۷ میاشتو ۴ جنګي «ام آی ۲۵» الوتکې ورکړي.

د یادو الوتکو له ډلې به دوه يې د روان ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې او دوه نورې به یې د جون او یا جولای میاشت کې افغانستان ته وسپارل شي.

له دې وړاندې هم هند افغان هوايي ځواک ته ۳ جګړه ییزې الوتکې ورکړې وې

ددغو هلیکوپترو قیمت شل میلیونه امریکايي ډالر دی چې هند یې ورکوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.