محب: وردګو کې د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره اقدام کوو

محب: وردګو کې د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره اقدام کوو

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن د میدان وردګو ولایت له یو شمېر کابل مېشتو مشرانو سره کتلي دي.

د کابل پنځمې حوزې اړوند سیمو اوسېدونکي چې ډېری یې د میدان وردګ ولایت اوسېدونکي دي ویلي، د میدان په ډېری ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي چې باید مخنیوی ې وشي.

دحمدالله محب ویلي، چې د کابل ښار د پنځمې حوزې امنیتي حالت ته متوجه دی او د ښه کېدو لپاره یې پر یو لړ اساسي او هر اړخیزو حل لارو کار پیل شوی.

نوموړی وایي، چې د ښار په داسې مهمه برخه کې د ترورونو د لړۍ دوام او ترڅنګ یې نا امنۍ ورته د منلو نه دي او په اړه یې مربوطه اداراتو ته د جدي اقداماتو سپارښتنه شوې ده.

د وردګو مشرانو وویل، چې د پنځمې حوزې لویه سلنه وګړي وردګ دي او هلته په نښه شوي هم ټول ددې قوم کادرونه دي.

د ملي امنیت سلاکار وویل، چې حکومت تل د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي هڅه کړې او په دې اړه به لا ډېرې هڅې وکړي. ښاغلي محب زیاته کړه، چې په ډېرو سیمو کې د کېدونکو عملیاتو په اړه اصلاحات رامنځته شوي او د میدان وردګو په اړه هم اقدامات کېږي

Leave a Reply

Your email address will not be published.