د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره ورځ د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره کتلي دي.
له ملي امینت شورا په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي چې محب د برمل قومي مشرانو ته په خطاب کې ویلي چې چاته به اجازه ورنه کړو تر څو په برخه لیک مو پرېکړه او لوبې وکړي.
محب د برمل مشرانو ته ډاډ ورکړی چې د ملکي وګړو ژوند ته به لا زیات پام کېږي.
بلخوا د برمل اوسېدونکو له حکومت غوښتي چې د شپنیو عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
Leave a Reply