محب: د نظام پر ضد وسله پورته کوونکي زمونږ دښمنان دي

محب: د نظام پر ضد وسله پورته کوونکي زمونږ دښمنان دي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د افغانستان کورني او بهرني دښمنان مونږ ته خطر دی او باید جدي ونیول شي.

حمدالله محب، چې نن یې د کورنیو چارو د نوي سرپرست وزیر معرفۍ مراسمو کې وینا کوله وویل: هر هغه څوک چې د حکومت او افغانانو پر وړاندې وسله پورته کوي زمونږ دښمن دی او افغان ځواکونه به ورسره په مېړانه جګړه وکړي.

محب د عباس ستانکزي د وروستیو څرګندونو غبرګون کې وویل: هغوی ځکه د افغانستان د ملي اردو د منحل کېدو غوښتنه کوي چې وېره ترې لري.

نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان دښمنان د افغانستان د خلکو له یووالي وېره لري  او د ملي اردو په اړه وروستۍ څرګندونې هم د نورو په اشاره کوي.

محب ژمنه وکړه چې د سولې بهیر کې به هېڅکله د افغان سرتېرو په وجود او وینو معامله ترسره نه شي.

هغه وویل چې کورنیو چارو وزارت د افغانستان د خلکو دویم کور دی او باید د خلکو ستونزې حل کړي.

محب وویل چې کورنیو چارو وزارت کې به سیاسي اړیکې پالل پای ته رسېږي او هره ګومارنه به د وړتیا پر اساس ترسره کېږي.

په همدې حال کې د کورنیو چار نوي سرپرست وزیر مسعود اندرابي وویل چې له زورواکو، نشه يي توکو او جنایي جرمونو سره به جدي مبارزه کوي

هغه خبرداری ورکړ چې زوراکي دې سر له اوسه خپل زوال وویني او نور به يې پر وړاندې له زغم کار وانخېستل شي.

ړ

Leave a Reply

Your email address will not be published.