محب: مخالفینو خپل مورال بایللی دی

محب: مخالفینو خپل مورال بایللی دی

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې د ملي دفاع او کورنیو چارو نویو سرپرست وزیرانو د معرفۍ مراسمو کې  وینا کوله  وویل، دښمن د جګړې په ډګر کې خپل مورال له لاسه ورکړی دی او اوس عامه تاسیسات په نښه کوي.

محب د افغان سولې روان بهیر ته په اشارې  وویل، افغان حکومت د خیرات او زارۍ سوله نه، بلکې د زور له ډګره باعزته سوله تامینوي

د ملي امنیت سلاکار وویل، د نویو سرپرست وزیرانو په ټاکلو سره به، د افغانستان سربېره د سمیې هېوادونو په امنیتي وضعیت کې هم ژور مثبت بدلون راشي.

محب د کابل وروستی برید د مخالفنیو د کمزورۍ نښه وبلله.

حمدالله محب وايي، ولسمشر روان وضعیت ته په کتلو پرېکړه وکړه، څو هغه کسان د امنیتي بنسټونو رهبرۍ ته راولي چې دوست وپېژني، دښمن ترې و وېرېږي او د وضعیت د کابو کولو وړتیا ولري.

ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملي دفاع او کورنیو چارو نویو سرپرست وزیرانو ته ډاډ ورکړ، چې ملي امنیت شورا به یې په بشپړ ډول ملاتړ کوي.

محب وویل چې پولیس به خپلې اساسي دندې ته، چې د کورني امنیت تامین دی ور ګرځي او له دې وروسته به هېڅ پولیس افسر د زورواکو خدمت نه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.