محب: زورواکان او یاغیان د زغم نه دي

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن سه شنبه د ولسوالانو ملي کنفرانس ته د وینا په مهال وویل، چې افغانان د سولې په لټه کې دي او معامله نه غواړي

حمدالله محب وویل، سوله او امنیت د افغانانو اساسي غوښتنه ده او د سولې په تامین کې د ولسوالانو رول زیات مهم دی.

ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه چې که دښمن فکر کوي د جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، دا باور يې ناسم دی.

د ښاغلي محب په وینا، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره توان د افغانانو له سر، مال، غزت  او د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي.

ملي امنیت سلاکار وویل، چې افغانانو په سختو شرایطو کې له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کړی دی او تل د دوی تر څنګ ولاړ و.

ښاغلي محب د سولې مذاکراتو ته په اشارې وویل، له زیاتو کلونو او هڅو وروسته د بین الافغاني مستقیمو خبرو اترو د پیل لپاره طالبانو ته فرصت په لاس ورغلی چې باید له لاسه یې ورنه کړي.

حمدالله محب ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو پیل په هدف د ټولنې له بېلا بېلو قشرونو سره په مشورو د سولې مشوري بورډ جوړ دی، چې په دې بورډ کې د هېواد مطرح سیاسي څېرې، د سیاسي ګوندونو استازي، علما او روحانیون، قومي مشران، مدني او فرهنګي فعالان، د ځوانانو استازي، د خصوصي سکټور استازي، له هېواده بهر د مېشتو افغان کډوالو استازي او د جګړو د قربانیانو د کورنیو استازي برخه لري.

ملي امنیت سلاکار وویل، طالبان باید دا ومني، چې جګړه او تاوتریخوالی د حل لار نه دي او دوی باید اوس درک کړي وي چې له دې لارې خپلو اهدافو ته نه شي رسېدلی.

هغه زیاته کړه، چې طالبانو باید د نظام په لویه دایره او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اساسي قانون په چوکاټ کې خپل ژوند غوره کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.