محقق: د سفر ملګرو مې راسره ناځواني وکړه

محقق: د سفر ملګرو مې راسره ناځواني وکړه

محور؛ جمعه، د زمري میاشتې ۱۸ مه: د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم دویم مرستیال محمد محقق ومنله چې ټاکنیزه ډله یې پاشل شوې ده.

هغه پر خپله فېسبوک پاڼه د ګیلې په ډول لیکلي: د سفر ملګرو مې راسره ناځواني وکړه، زه ډېر زیات خواشینی یم، خو د وحدت ګوند پلویانو ته ډاډ ورکوم چې مونږ به د هېواد د سیاسي معادلې یوه برخه و اوسو.

تیره ورځ د یاد ګوند رهبرۍ شورا هم اعلامیه خپره کړې وه چې ټاکنیز کمپاینونه يې ځنډولي دي.

خو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د سولې  او اعتدال ټاکنیز ټیم پاشل شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.