محقق موقت حکومت غوښتی دی

محقق موقت حکومت غوښتی دی

له دندې د ولسمشر غني لخوا د اجراییه ریاست ګوښه شوی دویم مرستیال محمد محقق وايي، اوسني شرایطو کې د موقت حکومت جوړېدو ته زیاته اړتیا ده.

 

محقق ټینګار کړی چې د موقت حکومت طراحان احمقان نه، بلکې سمي سهي هوښيار خلک دي.

 

محقق د مسکو په ناسته کې هم ګډون کړی و

 

هغه اوس وايي، طالبانو ورته مسکو کې ویلي چې اسلامي امارت نه غواړي بلکې اسلامي حکومت غواړي.

 

محقق دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې ولسمشر ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال ویلي: سوله مکه کې ده نه مسکو کې .

 

د مسکو غونډې او موقت حکومت پر خلاف د هېواد په کچه ستر لاریونونه وشول، چې د موقت حکومت طراحان يې پردیپال وبلل.

 

شنونکي باور لري چې موقت حکومت د هېواد په ګټه نه دی، ځکه هېواد بېرته نویمې لسیزې ته بیايي.

 

ځینې نور راپورونه بیا دا دي چې د مسکو ناسته د سولې په خاطر نه، بلکې د موقت حکومت په هدف جوړه شوې وه چې ناکامه شوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.