مخابراتو وزارت: هېڅ ګواښ به د “ سلام “ شبکې د فعالیت مخنیوی ونه کړي

مخابراتو وزارت: هېڅ ګواښ به د “ سلام “ شبکې د فعالیت مخنیوی ونه کړي

محور؛ دوشنبه، د وږی میاشتې ۴ مه:

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د طالبانو هېڅ ګواښ به د سلام شبکې فعالیتونه ونه دروي، بلکې خپل فعالیتونه به لا پراخ کړي.

د یاد وزارت سرپرست محمد فهیم هاشمي وایي، د طالبانو ګواښ به یې ونه ډار کړي او د کار کوونکو د ځان ساتنې لپاره به یې هم ژر لاس په کار شي.

د مخابراتو وزارت همدا راز ویلي چې تېرو دوو میاشتو کې يې ددې وزارت په غیر ضروري تړونونو کې ۴ میلیونه افغانۍ سپما کړې ده.

طالبانو نن ګواښ کړی و چې د سلام مخابراتي شبکې  انتنونه او کار کوونکي د دوی نظامي اهداف دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.