مریخ کې د اروپا او روسیې ګډ ماموریت

اګزومارسمریخ ته د ژوند د شونتیا د  څیړنې په موخه نوې سپوږمکی په بري سره ولیږل شوه. دا سپوږمکې (اګزومارس) نومي چې د روسیې او اروپا یوه ګډه پروژه ده او په دې موخه مریخ ته واستول شوه چې هلته د ژوندیو موجوداتو او ژوند د امکاناتو په اړه څیړنه وکړي.

(اګزومارس) په مریخ کې د ژوند د امکاناتو د څیړلو ترټولو لوی پروګرام بلل شوی دی. دا پروګرام د ۲۰۰۰ کال کې د اروپایي تولنې په رهبری د ناسا په همکاری پیل شو، خو تر ۲۰۱۲ م کال وروسته ناسا له دې پروګرام څخه ځان ګوښه او وروسته د اروپایي ټولنې فضایي څانګې له روسیې سره هوکړه وکړه.

(اګزومارس) سپوږمکی دوې ورځې وړاندې د یوه روسي توغندي په وسیله د (بایکونور) له هوایی هډې څخه فضا ته ولیږدول شوه.

د (اګزومارس) اصلي ماموریت د مریخ په فضا کې د میتان په شان غازونو موندل دی چې دا چاره کولای شي په دغه ستوري کې ژوند کول ثابت کړي، دا سپوږمکی به په دې اړه هم څیړنه وکړي چې دا غازونه طبیعي دي او که د مایکرو ارګانزمونو په وسیله رامنځ ته شوي دي.

اګزومارسکه د مریخ په اتوموسفیر کې د میتان موجودیت یقیني شي نو دا احتمال به ډیر شي چې په دغه ستوري کې د ژوند کولو امکان شته.

(اګزومارس) به دغه راز په مریخ کې د رطوبت، ځمکې د جوړښت او نورو کمیاوي بدلونو او وضعیت په اړه  ماموریتونه بشپړ کړي.

داسې وړاند وینه شوې چې ( اګزومارس) به د مني په لومړیو کې مریخ ته اوه میاشتینی سفر بشپړ کړی او په دې سره به ۵۰۰ میلیون کیلومتره واټن ووهي او په پام کې نیول شوی ماموریت به په پنځو کلونو کې بشپړ کړي.

(اګزومارس) چې د روسیې او اروپا ګډه پروژه ده لګښت یې یو اعشاریه دری ملیارده یورو اټکل شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.