مسعود اندرابي د هغه پولیس پوښتنه وکړه چې یوې وکیلې ورته سپکاوی کړی و

مسعود اندرابي د هغه پولیس پوښتنه وکړه چې یوې وکیلې ورته سپکاوی کړی و

د کورنیو چارو سرپرست وزیر نن د هغه افسر درنښت ته ورغلی و چې تېره ورځ د ولسي جرګې د غړې پروین درانۍ لخوا پرې د څپېړې ګوزار شوی و

 

د کورنیو چارو وزیر ویلي: پولیسو ددې خاورې اصلي بچیان دي او تل یې د امنیت تامین برخه کې هلې ځلې کړې دي.

 

د اندرابي په خبره، دوی به د هېواد په ګوټ ګوټ کې له هر پولیس افسر ملاتړ وکړي او د هغوی ستونزې به واوري.

 

لومړی څارن محمد یاسین د ښاري کمربند افسر و چې تېره ورځ د ولسي جرګې د یوې غړې لخوا پرې ځکه ګوزار شوی و چې موټر يې ورته تلاشي کاوه.

 

ټولنیزو رسنیو کې د ولسي جرګې د غړې لخوا له پولیس افسر سره دغه شان ناوړه چلند سخت غندل شوی و او له مسوولینو یې غوښتنه کړې وه چې ژر تر ژره دې له دغې وکیلې پوښتنې او ګروېګنې وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.