مسلمیار: سیاسي سوداګر پر ډیورنډ د بحث حق نه لري

مسلمیار: سیاسي سوداګر پر ډیورنډ د بحث حق نه لري

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار ویلي سیاسي سوداګر حق نه لري چې پر ډیورنډ کرښه چاسره بحث وکړي.

 

هغه په ټینګار سره ویلي چې ډیورنډ کرښه ملتونو پورې تړاو لري او سیاستوال پرې بحث نه شي کولای.

 

نوموړي پاکستان ته د افغان سیاستوالو سفر ته په اشارې ویلي، سیاستوالو باید پر ډیورنډ د بحث پر ځای د پاکستان له حکومت غوښتي وای چې پر پښتون ژغورنې غورځنګ خپل ظلمونه ودروي.

 

تېره ورځ یو شمېر افغان سیاستوالو تېره ورځ پاکستان کې د سولې د جوړ شوي کنفرانس پر مهال ویلي و چې ډیورنډ باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله اعلان شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.