مسلمیار: ټرمپ د خپلو سرتېرو اېستلو مسله پر افغانانو د فشار په توګه کاروي

مسلمیار: ټرمپ د خپلو سرتېرو اېستلو مسله پر افغانانو د فشار په توګه کاروي

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې اتمه: د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار ویلي: امریکا ځکه له افغانستانه د سرتېرو کاږلو مسله مطرح کوي چې پر افغانانو او افغان حکومت فشار راوړي.

مسلمیار نن ویلي ” امریکا غوښتل تېرو ۱۹ کلونو کې خپلو موخو ته ورسېږي، خو کوم خاص څه یې تر لاسه نه شو کړای. “

د مسلمیار په وینا: ” امریکا اوس غواړي د سرتېرو مسله مطرح کړي او هغه څه یې چې په تېرو ۱۹ کلونو کې نه دي تر لاسه کړي، هغه اوس تر لاسه کړي او پر افغان حکومت د سولې او ټاکنو لپاره فشار وارد کړي”

بلخوا د مشرانو جرګې یو شمېر نورو غړیو هم د مایک پامپیو وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی

د مشرانو جرګې غړې انار کلي هنریار وايي: ” سمه ده چې مونږ د امریکايي ځواکونو د وتلو ننګه کوو، خو دغه وتل باید مسوولانه وي، داسې نه شي چې مونږ بیا تېرو جګړو ته ور وګرځوي، له پخوانۍ تجربې باید استفاده وشي. “

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره ورځ ویلي و چې ټرمپ ورته ویلي تر څو د امریکا له ټاکنو وړاندې باید خپل ځواکونه افانستان کې کم کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.