مسلمیار: په ترهګرپال پاکستان باید جدي فشارونه وارد کړای شي

مسلمیار: په ترهګرپال پاکستان باید جدي فشارونه وارد کړای شي

محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۱۳ مه: د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته تللی دی، هلته یې د هغه هېواد د اسلامي شورا د مجلس له مشر علي لاریجاني سره کتلي دي.

لاریجاني له مسلمیار سره کتنه کې ویلي:

” هېواد يې د افغان دولت په مشرۍ د سولې د مذاکراتو ملاتړی دی او د سولې په هيڅ ناسته کې به ګډون ونه کړي چې د افغانستان د حکومت استازی په کې ګډون ونه لري. “

په ورته وخت کې هغه همدا راز ویلي چې ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو حل ته به رسېدنه وکړي.

نوموړي څرګنده کړې:

” هېواد يې د افغان مهاجرينو بچيانو ته اسانتياوې برابرې کړي ترڅو خپلې زده کړې پرمخ يوسي، دا چې د نا امنيو له کبله پانګه وال نه شي کولای د افغانستان يو شمير سيمو کې پانګونه وکړي نو دوی چمتو دي چې په خپله خاوره کې د آزادو سوداګريزو مراکزو د جوړېدو په اړه ورسره مرسته وکړي.امنيتي برخه کې هم د افغان حکومت د غوښتنې په صورت کې مرسته کوو، تر څنګ يې هیله لرو چې د دواړو هېواودنو ترمنځ د اوبو پر سر راولاړې شوې ستونزې حل کړو “

بلخوا د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار ویلي، ګاونډي هېوادونه باید د افغانانو دردونه درک کړي او ترهګرپال پاکستان  دې فشار لاندې راولي.

نوموړي ویلي:

” مونږ د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي يو او هر ډول مذاکرات بايد زموږ د حکومت په مشری پر مخ ولاړ شي، ځکه د زلمي خليلزاد او طالبانو مذاکراتو په اړه جدي ملاحظات لرو ولې چې څرګنده نه ده څه په کې تيريږي.

هغه همدا راز د ترهګرو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو قربانۍ او سرښندنې ستایلې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.