مسلمیار: طالبان دې له افغان حکومت سره خبرې وکړي

مسلمیار: طالبان دې له افغان حکومت سره خبرې وکړي

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلیمار وايي، وسله وال طالبان دې د سیمې د هېوادونو د استازو پر ځای له افغان حکومت سر مخامخ خبرو ته کېني.

مسلمیار وايي، که د سولې بهیر کې د بهرنیو لاس وهنه همداسې روانه وي، ممکن دغه بهیر لا سره پېچلی کړي

د مشرانو جرګې یو شمېر نورو غړو بیا د امنیتي بنسټونو په نوې رهبرۍ غږ کړی، چې د هېواد په کچه دې د امنیتي وضعیت ښه توب او د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچې ټيټېدو ته لومړیتوب ورکړي.

مشرانو جرګه پر داسې مهال پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کوي، چې طالبانو تازه ویلي: له افغان حکومت سره خبرې نه کوي

Leave a Reply

Your email address will not be published.