مسکو په تمه دی چې امریکا ورسره د قطر مذاکراتو نتایج شریک کړي محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې ۲۴ مه: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو په تمه دی چې امریکا ورسره قطر کې له طالبانو سره د شویو مذاکراتو وروستي مالومات او پایلې شریکې کړي. کابلوف څرګنده کړې چې روسیه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې لاسلیک ته ور بلل شوې ده چې دوی به په کې ګډون وکړي. کابلوف نه دي ویلي چې هوکړه به کله لاسلیک کېږي، خو د طالبانو ځینو چارواکو رسنیو ته ویلي چې ممکن د راتلونکې اوونۍ سې شنبې په ورځ امریکا او طالبان د سولې هوکړه لاسلیک کړي.
Leave a Reply