مشرانو جرګه: ولسي جرګې د ملي شورا نوم بد کړی دی د مشرانو جرګې غړیو نن په خپله غونډه کې د ولسي جرګې وروستیو اختلافونو ته په اشارې ویلي چې دغې جرګې د ملي شورا نوم بد کړ. د مشرانو جرګې غړیو ویلي ولسي جرګه کې د ولس زیات شمېر استازي بدمعاشي کوي. د هغوی په خبره، د ولسي جرګې تالارن د قانون ځای دی نه د بدمعاشۍ. سناتورانو ټینګار کړی چې د ولسي جرګې د غړیو ترمنځ لانجو او ناندریو، د دوی چارې هم ټکنۍ کړې دي. د مشرانو جرګې غړیو د ولسي جرګې استازو ته نصیحت کړی چې خپلې ستونزې دې د قانون له لارې حل کړي او مصلحتونه دې پرېږدي.
Leave a Reply