مشرانو جرګې د سولې په اړه د دریځونو د همغږۍ غوښتنه کړې.

مشرانو جرګې د سولې په اړه د دریځونو د همغږۍ غوښتنه کړې.

محور: سه شنبه، د مرغومي۱۰مه
د مشرانو جرګې یو شمیر غړي وايي د سولې په برخه کې دحکومت او سیاستوالو سلیقوي دریځونه د دې لامل شوي چې وسله وال طالبان د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو ته نه حاضریږي. دوی وايي چې حکومت او سیاستوال باید د سولې په برخه کې یو دریځ غوره کړي.
د مشرانو جرګې غړي وايې طالبان که رښتیا سوله غواړي باید اوربند وکړي او د افغانانو ترمنځ خپل منځي خبرو ته حاضر شي. د مشرانو جرګې د دفاعي کمیسیون رییس محمد هاشم الکوزی وايي: طالبان باید له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته حاضر شي.
په همدې وخت کې د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار هم ټينګار کوي چې له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره باید په کور د ننه اجماع رامنځته شي.
د مشرانو جرګې غړي له امریکا متحده ایالتونو هم غواړي چې د افغانستان د سولې لپاره ريښتوني ګامونه واخلي او د سخت دریځو ملاتړي تر فشار لاندې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي د اوربند په هکله کومه پریکړه نه ده شوې بلکې د امریکا په هغه غوښتنه غور کوي چې له مخې یې په افغانستان کې جګړه لږه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.