مشعل او باجوه پر افغان سوله خبرې کړي

مشعل او باجوه پر افغان سوله خبرې کړي

پاکستان کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي عاطف مشعل، تېره ورځ د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه سره کتلي دي.

مشعل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: په دې لیدنه کې یې د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر، د همکاریو زیاتوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم تازه ویلي چې د مسکو ناسته کې باید افغان حکومت ښکېل وای.

له دې وړاندې پاکستانیو لوړ پوړو چارواکو ټینګار کړی و چې د دوی د هڅو له برکته طالبان اوس له امریکا سره مخامخ خبرو ته ناست دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.