ملاننګیالی له سلو کسانو سره دولت ته تسلیم شو

د هرات شینډنډد هرات په شینډنډ ولسوالې کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښته کې تر ۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. دا جګړه له تیرو درییو ورځو را په دیخوا د ملاصمد چې د ملااختر محمد منصور ملاتړ کوي او د ملاننګیالي د کسانو ترمنځ چې د ملا محمد رسول ملاتړکوي دوام لري. رپوټونه وایی چې د ملا ننګیالي ټولې پوستې چې د شینډنډ ولسوالې په زیرکوه سیمه کې یې درلودې د ملاصمد کسانو نیولې. ځینې رپوټونه وایي چې د ملا اختر منصور په ملاتړو کې پاکستاني ملیشې هم جګړه کوي.

داسې رپوټونه هم شته چې تیره شپه  په دغه سیمه کې د پاکستاني چورلکو له خوا هوایي بریدونه هم شوی. د سیمې اوسیدونکي وایی چې د دواړو خواوو څخه تر سلو پورې کسان وژل شوي دی. د سیمې یواوسیدونکی وايی:« د ملاصمد کسانو چې پاکستاني ملیشې هم ورسره دي په دغه سیمه کې عام وژنه پیل کړې او د ښځو، ماشومانو اوبوډاګانو په وژلو یې پیل کړی دی.»

ویل کیږي چې په دې جګړه کې ملا صمد سخت ټپي شوی او ملا ننګیالی له سلو کسانو سره په هرات کې ملي اردو ته تسلیم شوی دی. له بلې خوا په هرات کې په دې جګړه کې د اوښتې مرګ ژوبلې شمیره تر ۲۰۰ تنو لوړه ښیي.

د هرات د والي ویاند جیلانی  فرهاد وایی په دغه جګړه کې تر دوه سوه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. هغه وایی په دغه جګړه کې ښکیلو خواوو په بشري ضد جنایت لاس پورې کړی دی، هغه وايی: «ملکي کسان هم په ډزو وژل شوي او ان د خلکو کورونه لوټ شوي او دواړو لورو ته سخت تلفات اوښتې دي. د همدغو راپورونو پر بنسټ شاوخوا د دواړو لورو دوه سوه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.”

د هرات د والي ویاند وایي  طالبانو په دغو جگړو کې ملکي وگړي په ډیره ناوړه توگه وژلي او سرونه یې ترې پرې کړي دي. هغه وايي د هرات د شینډنډ په ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي او د طالبانو پر ضد د عملیاتو لپاره د هرات د پوځي شورا امر ته انتظار باسي.

هغه هم ویلي داسې رپوټونه یې ترلاسه کړي چې د ملا اختر محمدمنصور د پلوي ملاصمد ملاتړ ته پاکستاني، عرب، چیچینیایی اونور بهرني ترهګر راغلي دي. که څه هم نوموړي دولت ته د طالبانو د یوې ډلې تسلیمیدل نه دي تایید کړي، خو د هرات ولایت یو لوړپوړي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي دولت ته د ملا ننگیالي تسلیمیدل منلي دي.

رپوټونه وايی چې د شینډنډ په زیرکوه سیمه کې د جګړې له امله سلګونه ملکي خلکو کورونه پریښی او کډې یې بار کړې دي. د هرات محلي چارواکي وايی چې د دغه کډوالو سره د مرستې په موخه یې یو پلاوی سیمې ته لیږلی دی.

دا چې سیمې ته آزاد خبریالان نه شی تلای نو د مرګ ژوبلې د پورتنې شمیرې تاییدول هم ستونزمن دي. تر دې وړاندې د ملي دفاع وزات ویلي چې دا جګړه له نیژدې څاري او که ملکي خلکو ته په کې زیان ورسږي نو دولتي ځواکونه به مداخله وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.