ملا اختر محمد منصور پاکستان کې د ځمکو او کورونو کاروبار کاوه

ملا اختر محمد منصور پاکستان کې د ځمکو او کورونو کاروبار کاوه

د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې ادعا کړې، چې د افغان طالبانو مخکېني مشر، ملا اختر محمد منصور په دغه هېواد کې د ځمکو او کورونو کاروبار کاوه.

دغې ادارې ویلي چې د ملا منصور شتمنۍ او کنګل شوې دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې هغه په دوو جعلي نومونو پاکستانۍ پېژندپاڼې یا شناختي کارډونه لرل او هلته یې بانکي حسابونه هم جوړ کړي وو.

ېف ايي ای د ملا اختر منصور په اړوند په تازه اسنادو کې ويلي هغه د کراچۍ په ګلشن معمار سيمه کې دوه پلاټونه او د ښار په نورو برخو کې څلور نور کورونه لري چې قيمت يې کروړونه روپۍ دی په قبضه کې اخيستل شوي دي.

يادې ادارې ويلي د منصور د جايداد او بېنکونو حساب کتاب به عمار د محمد ياسر زوی کاوه.

طالبانو لا د پاکستان د پلټنو فدرالې ادارې د دغې وينا په تړاو کوم غبرگون نه دى ښوولى.

ملا اختر محمد منصور څه د پاسه درې کاله وړاندې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د يوې امريکايي بې پيلوټې الوتکې په بريد کې داسې مهال ووژل شو چې له ايران تازه پاکستان ته اوښتى و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.