ملا نیازی: د قطر دفتر د امریکا یوه توطیه وه

ملا نیازیپه لومړي ځل د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازي ویلي؛ د قطر دفتر د امریکا یوه توطیه وه او له پرانستې تر ننه دې دفتر او غړو یې له امریکا سره د طالب جنګیالیو په ادرس ګڼې معاملې ترسره کړې دي.

ملا نیازی وايي، دوی په جګړه کې له ښکېلو ډلو سره ستونزه نلري او له افغانستانه د بهرنیانو له وتلو سره له افغان دولت سره تفاهم ته ورسېږي. تېره اونۍ یوې ډلې طالبانو چې له ملا منصور سره اختلاف لري، ملا رسول د خپل مشر او ملا نیازی د هغې د مرستیال په توګه غوره کړ. دا ډله ځان ته د اسلامي امارت د عالي شورا اططلاح کاروي، نیازي د طالبانو له ډلې د خپل بېلوالي لامل د ملا منصور خطرناک سیاستونه په ګوته کړل او په وینا یې چې منصور ملا عمر ووژلو، ددې ډلې د مخې خلک یې شکنجه او تهدید کړل یایې ترور کړل.

نیازي وویل، د ملا عمر کورنۍ هم د پاکستان ترسختو فشارونو لاندې وه، چې له ملا منصور سره بیعت وکړي خو هغوی دې فشارونو ته تسلیم نشول. نیازي وویل، موږ زیات فریب خوړلی دی، دا یوه توطیه وه چې د ملا عمر مرګ پټ وساتل شي، ترڅو موږ له رازونو او د قاتل له موخې خبر نشو خو وروسته پوه شو، چې داکار د منصور د رامخ ته کولو لپاره شوی و.
نیازي د خپلې ډلې په استازیتوب د اسلامي نظام جوړول او د بهرنیانو کامل وتل د سولې د شرايطو په توګه یاد کړي او وايي، همدا د خلکو د نفاق سبب شوي دي. ملا نیازي ټینګار وکړ چې له بهرسره د طالبانو پټې اړیکې نشي ردولای وویل‌: ((‌له خلکو او دولت غواړو تاسو له امریکایانو آزادي واخلئ موږ له له ګاونډیانو))

وروستي راپورونه دادي چې د ملا اختر منصور او د ملا محمد رسول د ډلې جنګیالي‌ د زابل په خاک افغان کې په خپل منځي جګړه اوښتي او په ترڅ کې یې ۷۰ کسان له دواړو لوریو وژل شوي هم دي. په زابل کې د ملا رسول ملاتړی قوماندان او مرستیال یې ملا منصور دادالله دی چې د اختر منصور له پلویانو سره جنګیدلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.