ملكي مرګ ژوبله لوړه شوې ده

ملگري ملتونهملګري ملتونه وايي په افغانستان كې د ملكي خلكو مرګ ژوبله لوړه شوې ده. په  افغانستان كې د ملګرو ملتونو او يوناما دفتر د نوي رپوټ په خپرولو سره ويلي چې په تيرميلادي كال كې د وړم كال په پرتله د ملكي خلكو مرګ ژوبلې كچه څلورسلنه لوړه شوې ده.

یونما پخپل تازه راپور کې چې نن خپور شو ویلي: په دغه كال   ۳۵۴۵ تنه وژل شوي او ۷۴۵۷ تنه ټپیاندي.

مرګ ژوبلهسرچینه وايي، تېر کال د وړم کال په پرتله د ولسي وګړو مرګ ژوبله څلور سلنه لوړه شوې ده.

د دغه رپوټ له مخې  د ملکي تلفاتو ۶۲ سلنې مسوليت  د حكومت په وسله والو مخالفينو او ۱۷ سلنه نوره په حكومت پلوه ځواكونو اچول شوې ده.

يوناما د ملكي مرګ ژوبلې د لوړوالي يو لامل د استوګنې په سيمو كې د ځانمرګو او پيچلو وسله والو بريدونو ډيروالى ښودلى دى.

 
نيكولاس هايسمد يوناما رپوټ په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي نيكولاس هايسم له قوله وايي چې دا د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې لوړه كچه ده.

هايسم وايي: (رپوټ د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې اوچته كچه ښيي، دا زيان چې ملكي خلكو ته رسيدلى د منلو وړ نه دى ، موږ په ټولو خواوو غږ كوو چې د ملكي خلكو د خونديدتوب په موخه خپلې ژمنې عملي او په ۲۰۱۶م كال كې د ملكيانو وژنه او ټپي كيدنه بنده كړي.)

راپور ليكي تر ډېره د ښېکلو غاړو ترمنځ په جګړه کې ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، په دویم کتار کې ځای پرځای شوي ماینونه او پېچلي ډله ییز ځانمرګي بریدونه ډېره مرګ ژوبله اړوي.

د يوناما د رپوټ له مخې په ۲۰۱۵ كال كې د ښځو مرګ ژوبله ۳۷ سلنه او د ماشومانو ۱۴ سلنه ډيره شوې او هروژل شوى څلور كس ماشوم دى.

طالباند یونما د بشري حقونو د دفتر مسولې ډانیل بیل ويلي: ”په ۲۰۱۵ کال کې جګړو ملکي وګړو ته سخت زیان رسولی، چې په مشخص ډول ماشومانو ته ناوړه پایلې لري. تېر کال په بې ساري ډول زیات ماشومان بې له کوم دلیله وژل شوي او په ۲۰۱۵ کال کې د ملکي تلفاتو هر څلورم کس ماشوم و”.

په دغه رپوټ كې له نړيوالو ځواكونو هم غوښتي چې د ملكي خلكو ژوند ته پاملرنه وكړي او  په كندز كې د بې پولو ډاكټرانو په روغتون د شوي بريد په اړه په بې پرې ډول څيړنه وكړي او پايلې يې اعلان كړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.