ملي امنيت دوه موټره چاوديدونكي توكي نيولي

 ملي امنيتملي امنيت وايي په پكتيكا كې يې په دوو موټرو كې بار زرګونه كيلو ګرامه چاوديدونكي توكي نيولي دي. په كابل كې د ملي امنيت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ۱۲۵۰۰ كيلو ګرامه چاوديدونكي توكي په دوو ډينا موټرو كې په ماهرانه ډول تر لرګيو لاندې ځاى پرځاى شوي وو.

د ملي امنيت خبرپاڼه وايي دا چاوديدونكي توكي په حقاني شبكه پورې تړاو لري چې غوښتل يې په ورانكارو فعاليتونو كې ترې استفاده وكړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.