ملي امنيت وايي داعشيان نه دي ليږدول شوي

پوټين او طالباند افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي روسیې او طالبانو د داعش پر ضد جګړې لپاره له یو بل سره اړيكي  نیولي دي. د ملي امنیت سرپرست مسعود اندرابي د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وويل چې دا اړيكي د افغانستان او سيمې په ګټه نه دي.

هغه وايي: دا تماسونه په دې موخه شوي چې د داعش پروړاندې مقابله كې د طالبانو همكاري وارزوي. نوموړي په دې اړه نور جزيات نه دي وركړي چې دا تماسونه چيرته او څنګه نيول شوي دي.

دا لومړى ځل دى چې د افغانستان دولت يو مهم چارواكى د روسيې او طالبانو اړيكي تاييدوي. اندرابي وايي چې د داعش پروړاندې د مقابلې له پاره تر ټولو مناسبه لاره د دولتي ځواكونو مبارزه ده او په دې برخه كې افغان ځواكونو په ننګرهار كې قربانۍ هم وركړي دي.

تيره مياشت روسي چارواكو ويلي و چې له طالبانو سره يې اړيكي نيولي، خو طالبانو بيا دا ادعا رد كړې وه. د ملي امنيت رياست سرپرست هغه آوازې هم رد كړې چې ګنې د داعش وسله وال له يوه ځاى څخه بل ځاى ته ليږدول شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.