ملي امنیت د ننګرهار پوهنتون ۲۷ محصلین نیولي دي

د ننګرهار پوهنتون ترهګر مبلغینتېره شپه د افغانستان ملي امنیت د ننګرهار پوهنتون کې ۲۷ هغه محصلین نیولي، چې تېره اونۍ یې مظاهره کړې وه او د دولت د وسله والو مخالفینو بیرغونه یې لیږدول. د پوهنتون محصلین وايي، ملي امنیت کارکوونکي بیګا ناوخته ددې پوهنتون لیلیې ته ورغلي او هغه محصلین یې نیولي‌ چې له وړاندې ورباندې شک دی،‌ چې له وسله والو مخالفینو سره اړیکې لري.

تېره اونۍ دننګرهار پوهنتون لسګونه محصلین د پوهنتون انګړ کې لاریون ته راووتل، تورې او سپینې جنډې یې ترسرونو تړلې وې، د طالبانو، داعش، او حزب اسلامي بیرغونه ورسره وو او د نظام پرضد یې شعارونه ورکول.

ظاهراً ددې لاریو لامل له شپږو میاشتو راهیسې داعاشې اباطې ځنډ په ګوته کېده، خو محصلینو د لاریون پروخت په ډاټسن موټر کې د طالبانو ترانې په لوړ غږ غږولې او شعارونه یې ورکول،‌ چې له جمهوري نظام ستړي یو، موږ امارت غواړو خلافت غواړو او دا نظام د افغانستان د خلکو په زیان دی.

محصلین وايي، ملي امنیت ټول هغه کسان ندي نیولي چې په مظاهرو کې یې ګډون کړی وو، یا له وسله والو مخالفنینو سره اړیکې لري. د دغو عملیاتو د پیل په اړه پوهنتون ته له وخته خبر رسېدلی و او ډیر مشکوک محصلین له پوهنتونه وتلي دي.

په پخوا کې هم دننګرهار پوهنتون د محصلینو د تخریبي کارونو د راپور پربنسټ هلته امنیتي ځواکونو ځنې محصلین نیولي وو، خو ډېر زر د ننګرهار د محلي زورواکو او د ولسي جرګې د غړو په سپارښتنه بیرته راخوشي شول. ځايي خلک وايي، هم دغه محصلین ځینو محلي چارواکو ته ګواښونه کوي او هم په نظام کې ملاتړي لري.

منځلاري محصلین وايي، که په پوهنتون کې د سخت دریځو د فعالیتونو مخه ونه نیول شي، دوی ته به سخته وي په داسې فضا کې تحصیل ته دوام ورکړي. دوی ګواښ کوي چې که جدي پاملرنه ونشي ننګرهار به د طالبانو او داعش په فابریکه بدل شي. شل ورځې وړاندې لسګونو محصلینو شپه مهال د لیلیې په جومات کې د طالبانو له نوي مشر اختر محمد منصور سره بیعت وکړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.