ملي امنیت د کابل پوهنتون درېیم استاد هم ونیو

ملي امنیت د کابل پوهنتون درېیم استاد هم ونیو

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو کابل کې د داعش اورپکې ډلې څو غړي نیولي دي.

 

د ملي امنیت خبرپاڼه کې د نیول شویو کسانو نومونه، مبشر مسلمیار چې د کابل پوهنتون استاد دی، احمد طارق او احمد فاروف ښودل شوي دي.

 

خبرپاڼه کې کاږي، مبشر مسلمیار د داعش ډلې لیکو ته د خلکو د جلب او جذب مسوولیت پر غاړه درلود.

 

احمد طارق او احمد فاروق اعتراف کړی چې د ظاهر داعي، محمد معروف راسخ او مبشر مسلمیار لخوا لومړی سلفیت ته هڅول کېدل، وروسته يې د داعش لیکو ته جذب کړي وو.

 

یو نیول شوی کس چې درې کاله مخکې د داعش لیکو ته تللی و ویلي، زیات شمېر ځوانان او محصلین له کلونو راهېسې د مبشر مسلمیار، ظاهر داعي، معروف راسخ او احمد فاروق لخوا ننګرهار ته لېږل شوي او هلته د داعش له لیکو سره یو ځای شوي دي.

 

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي: احمد طارق او احمد فاروق د کابل په لاندنیو بریدونو کې لاس درلود:

 

۱ ـ  د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند سیمه  کې د میوند په نوم د غېږ نیونې په کلب

 

۲ ـ د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د کار کوونکو پر کاسټر موټر

 

۳ ـ د یکه توت له سیمې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر وسله وال برید

 

ملي امنیت څو ورځې وړاندې هم د کابل پوهنتون دوه استادان له داعش سره د همکارۍ په تور نیولي وو.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.