ملي امنیت هغه ۸ تنه ونیول چې ګاونډیو هېوادونو ته یې جاسوسي کوله

ملي امنیت هغه ۸ تنه ونیول چې ګاونډیو هېوادونو ته یې جاسوسي کوله

د هرات ملي امنیت هغه ۸ تنه نیولي دي چې ګاونډیو هېوادونو ته به یې جاسوسي کوله.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي: دغه کسان د ملي امنیت ځواکونو لخوا د بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د فرهاد په خبره، نیول شویو جاسوسانو به پټ دولتي اسناد او مالومات له بهرنیو هېوادونو سره شریکول.

د هرات ولایت سیمه ییزو مسوولینو د مشخص هېواد نوم نه دی اخېستی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.