ملي امنیت هلمند کې د طالبانو یو ستر زندان مات کړی دی

ملي امنیت هلمند کې د طالبانو یو ستر زندان مات کړی دی

ملي امنیت وايي، د هلمند په خانېشین ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال د طالبانو له زندانه څلور ملکي وګړي راخوشي کړي دي.

 

د ملي امنیت ریاست له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې شوي، سرتېرو يې تېره شپه ناوخته په ياد ولسوالۍ کې د طالبانو د نظامي مسوول ملامبارک پر قرارګاه او زندان چاپه وهلې ده.

 

خبرپاڼه کې يادونه شوې، په دې عمليات کې یاد زندان له منځه وړل شوی او د طالبانو ډېرې وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.